۱۳۹۴/ سرطان/۱

د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې مرستیال عبدالمالک صدیقي، د پکتیکا ولایت نوی والي ښاغلی امین الله شارق په رسمي ډول د یاد ولایت سیمه ییزې ادارې او خلکو ته ور وپېژندلو. د رسمي پېژندګلوۍ په دې مراسمو کې، د محلي ادارې پر مسوولینو او مامورینو سربېره، په ملي شورا کې د پکتیکا ولایت استازو، قومي مشرانو او مدني فعالانو هم ګډون کړی و.

په پیل کې د پکتیکا ولایت مرستیال عطاءالله فضلي له نوي والي سره ملګري پلاوي ته هرکلی و وایه او د سیمه ییزې ادارې به استازیتوب یې والي ته د همکارۍ ډاډ ورکړ.

ورپسې د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې مرستیال عبدالمالک صدیقي خبرې وکړې او د پکتیکا د والي په توګه یې د ښاغلي شارق د ګومارنې په اړه د جمهور رییس حکم ولوست. د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې مرستیال د پکتیکا پر ولسونو او سیمه ییزې ادارې غږ وکړ، چې له نوي والي سره د خپل ولایت د انکشاف او حکومتولۍ په چارو کې همکاري وکړي. صدیقي زیاته کړه، چې ښاغلی شارق د سیمه ییز انکشاف په برخه کې کافي تجربه لري او د محلي ادارې او خلکو په همکارۍ به په پکتیکا ولایت کې د بیارغونې او سراسري امنیت ټینګښت ته زمینه برابره کړي.

وروسته د پکتیکا نوي والي امین الله شارق، سیمه ییزې ادارې او خلکو ته خپل لومړيتوبه او کاري برنامې تشریح کړې. د پکتیکا نوي والي، د ادارو د کارونو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول، د بیارغونې د پروژو تطبیق، د سراسري امنیت په ټینګښت کې د خلکو د همکارۍ راجذبول خپل هم کاري لومړیتوبونه وبلل.

په دې غونډه کې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت مرستیال هارون رشید شېرزاد او په ولسي او مشرانو جرګه کې د پکتیکا ولایت د خلکو استازو هم خبرې وکړي.

د یادولو وړ ده، چې امین الله شارق کابو درې پنځوس کاله مخکې په ننګرهار ولایت کې زېږدلی دی. نوموړي د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو په پوهنځي کې لوړې زده کړې کړې دي. ښاغلي شارق د حکومت په بېلابېلو ادارې کې پر مختلفو دندو کار کړی دی او د وروستي ځل لپاره یې د کلیو د پراختیا او بیارغونې وزارت د سلاکار په توګه کار کاوه

.

Door Guest