۱۳۹۴-۰۳-۲۵
د پکتیکا ولایت نوی امنیه قومندان د پکتیکا ولایت افسرانو ، سرتیرو او ځایې چارواکو ته ته ور وپیژندل شو.
مل پاسوال علي مست مومند د کورنیو چارو وزات څخه راغلي پلاوی د ځانګړو ځواکونو عمومي قومندان پاسوال اسدالله شیرزاد ، اود پکتیکا ولایت مرستیال ښاغلي عطاالله فضلي لخوا د پکیتکا امنیه قومندانۍ منسوبینو ته رسما ور وپیژندل شو.
د امنیه قومندان د پیژندلو په غونډه کې د ولایتي شورا رییس افسرخان سلیمان خیل ، د ولایتي شورا غړو،د امنیه قومندانۍ منسوبینو او د بیلابیلو ملکي ادارو ریسانو او د رسنیو استازو برخه اخیستي وه.
په پیل کې عطاالله فضلي له مرکز څخه راغلي پلاوي پاسوال اسدالله شیرزاد ته د ښه راغلاست ترڅنګ نوي امنیه قومندان مل پاسوال علي مست مومند ته مبارکي وویله،فضلي زیاته کړه د پکتیکا ټول ولسونو ستاسو تر شا ولاړ دي او تل یې د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ کړی،فضلي د پولیسو هڅې او قرباني وستایله،فضلي د امنیت امر سمونوال نثاراحمد عبدالرحیمزي چې له تیرو شپږو میاشتو راپدیخوا یې د سرپرست امنیه قومندان په توګه دنده سرته رسوله هڅې یې وستایلي،د ځانګرو ځواکونو عمومي قومندان پاسوال اسدالله شیرزاد د پکتیکا نوی امنیه قومندان یو مسلکي افسر وباله او زیاته یې کړه دولس کاله یې کورنیو چارووزات کې دنده په پوره ریښتینولۍ سره ترسره کړیده نوموړي زیاته کړه د مل پاسوال علي مست مومند په راتګ سره به په پکتیکا ولایت کې د افغان امنیتی ځواکونو تر مینځ ښه همغږي جوړه شي، او د پکتیکا په امنیت کې به د پام وړ بدلون راشي شیرزاد زیاته کړه د پکتیکا پولیسو تل خپله میړانه ښودلي ، دښمن ته یې غاښ ماتونکی ځواب ورکړی،د ولایتي شورا رییس افسرخان سلیمان خیل د نوي امنیه قومندان څخه غوښتنه وکړه چې د افغان امنیتي ځواکونو تر مینځ ښه همغږي جوړه کړي،نوی امنیه قومندان پاسوال علي مست مومند وویل دولس کاله مې کورنیو چارو وزارت کې خدمت کړی تور ویښته مي سپین کړي نوموړي د پولیسو قرباني وستایلي او زیاته کړه ویاړم چې یو ځل بیا له خپلو زړورو سرتیرو سره په سنګر کې دریږم،ښاغلي مومند وویل د پولیسو حقه حقوق به ورکوم او له ولسونه څخه یې هیله وکړه چې د خپلو امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړئ،مومند زیاته کړه د پولیسو لپاره د روغتون جوړول او پوستو ته د تاسیستاتو جوړول مي له لومړیتوبونو څخه دي.
د غونډي په پای کې د کورنیو چارووزات څخه ځينو افسرانو ته رالیږل شوي مډالونه او ستاینلیکونه د پاسوال اسدالله شیرزاد،عطاالله فضلي او د ولایتي شورا رییس افسرخان سلیمان خیل لخوا ورکړل شول.
درنښت
د پکتیکا ولایت مطبوعاتي دفتر

foto van Paktika Province Media Office.

Door Guest