یوڅوک دی هرسهار یې ویښوم په بسم الله

ګلونه درخسار یې ښکولوم په بسم الله

راپورته شي دخدای په نوم دخدای عبادت وکړي

دښې ورځې دعا ورته کوم په بسم الله

خوب وینم شاپېریان یې راته راوړي سره ډولۍکې

یاسین دسپین جبین یې مچوم په بسم الله

اوس نه څښمه ترخې اوبه خمارمې نه ماتیږي

خوږې لبې میګونې یې زبېښم په بسم الله

په صبح ودم تېر تاو وي ملایکې داسمان

خواره واره زلفان یې سموم په بسم الله

اخېرخدای مهربان شو صنم هم مینه اظهارکړه

زه ځکه سراومال تېرجاروم په بسم الله

ستومان وي جانان سر کېږدي په غېږ کې راویده شي

ورو ورو یې ترسهاره زنګوم په بسم الله

هم جان دی هم جانان دی دزړه کورمې پرې ودان دی

ډېرګران دی په ما ګران مې نازوم په بسم الله

ښایسته دی لکه ګل دنوبهارسخت پرې وېرېږم

اسفند خو ورته ځکه دودوم په بسم الله

بسمله دزړه سره که پاک رب مې په نصیب کړې

پالنګ ته به دې پاس راخېځوم په بسم الله

Door Guest