ربه ژوند مې نزانه کړ : زرلشت حفيظ بشريار
2
زه دژوند يوه ارمان يم اتله مې کړه پښتو ته
چې رڼاشمه تياروته بل ډيوه مې کړه پښتو ته

تورې شپۍ رڼا کومه د يوه سولې په ارمان يم
دپښتون دغيرت چغه ا وناره مې کړه پښتوته

که د سر په بيه کيږي قر بانې ته يم و لا ړه
ازادي باندې ميئنه حما سه مې کړه پښتو ته

دغريب دژوند ډ يوه شم که د سولې قهرمانه
دوطن مينه پالمه خوږکيسه مې کړه پښتوته

حماسي را پارومه د ميوند خو ږ ه کيسه يم
دملالې په نوم وياړم پښتنه مې کړه پښتوته

زماوطن دميړنو دی تجاوزته سورانګار دي
غيرتي وينه دافغان يم پروانه مې کړه پښتو ته

چې يي نه بيلوي نورڅوک په نامه د ميليتونو
اتفاق د لاس امسا او وسيله مې کړه پښتو ته

دحفيظ دژوندکتاب کې ازادي دغيرت نوم دی
زماژوندافغانستان دی نزرانه مې کړه پښتوته

دکاناډا د راکي د غرونو يادګار