د ظلمت تيارې خپرې دي په جهان

هلته ، دلته هرې خواته مري انسان

کورپه کور ،کلي په کلي جوړ ناتار دی

فريادونه دي ، نارې دي استغفار دی

په جهان کې د باروتو لوګی خپور دی

دلته هر حاکم دبل د پاسه زور دی

هيوادونه شول تباه په ظلم او زور

قام وژنه ناچاري ده لور په لور

استغفار وايو توبه ده لويه خدايه

چې په اور سوزی ملکونه سر تر پايه

دظلمت اوناروا پيښې شوې ډيرې

عدالت او د انصاف کيسې شوې هيرې

هرې خواته فریادونه دی نارې دي

په ملکونو د وحشت څپې ديرې دي

لويه خدايه تانه غواړو موږ امان

چې نور خلاص شي له قدرته جاهلان

صرف د څو پيسو شحصي ګټو لپاره

ترحم په چا کې نشته نه يې ډاره

هر طرف ته د مظلوم وينې تويږي

دې وحشت کې څوک وبل ته نه رسیږي

خدايه ته يې په خپل فضل او امان کړه

دبې رحموځينې خلاص مجبور انسان کړه

پدې دور پدې نړی کې ظالمان دي

دا نا اهله بې انصافه واکدار ان دي

ترحم يا څه احساس په دوئ کې نشته

انسان وژني هيڅ هراس پدوئ کې نشته

جوړ وحشت زموږ په کلو او ملکو دی

تنها موږ نه ، په اکثره هيوادو دی

لا تر څو به دا ظلمونه ناروا وي

دوی له کبره به ويجاړه دا دونيا وي

ربه ته مو دا تیارې رڼا رڼا کړې

مرور ورونه يو بل سره پخلا کې

چې په خپلو کې يو موټی د جرګو شو

بيا به هله خلاص د بل د ارادو شو

———————————–

سميع الدين افغاني

Door Guest