امرالدین سرحد:

دغه خاوره دافغان ده

افغانان،ګډ یې کورونه

ټول دیوه افغان په نوم یوو

له وطنه جار سرونه

لکه وروڼه دیوي موردي

دوي تاوده په همدې اور دي

دغه مینه سکنۍ ده

دغه خاوره یې پلرنۍ ده

په قوت یې دي هډونه

د،دفاع لري فکرونه

په تاریخ کښې شوه ثابته

ګډ ورکړي دي لاسونه

دوي ورکړی سر وطن ته

وینې ورکړې دی چمن ته

ګډ وطن ګډ یې یو کوردی

غم ښادۍ کښې تني ورور دی

دا دیوي بانډې خپل خلک

ګډ دوي ټاکی تل ملک

دوي د یوي نیا کړوسیان دي

دوي دیوه نیکه لمسیان دي

دوي په ګډه وطن ساتي

که اخر ژوندی ترې پاتي

دښمنان یې اوس پوه شوي

سرو پښو باندې لوڅ شوي

لټوي لارې دتیښتې

دوي په تیښته جلا شوي

دافغان په همت پوه شول

چپه خوله شاته په تلوو شول

دافغان قوت همدا دی

دالله په قوت شاه دی

دوطن غږ ته تل هو کړي

بد دښمن به په ګونډو کړي

مبارک به دې عزت وي

تل په قدر ستا قدرت وي

دسرحد مینه وحدت دی

ژوند په ګډه ستر همت دی

مسکو – ۲۳ – ۸ – ۲۰۱۳

Door Guest