ماته مه وایه کیسی چې تیرې شوي

ماته یې مه کړه دغه نن دې زړې شوي

راته ووایه چې څه وکړو دا نن اوس

دتا ژوند ته څه ترخې در پیښې شوي

پام کوه خبرې ډیرې دي سوچ وکړه

هغه وکړه چې دې خلکو نن منلي

په دې تورو سپینو ځان دی اخته نه کړي

دې مکار دښمن خبرې لومې شوي

په وړو ډلوو کښې مه لټوه ژوند خپل

دوي ډلګی لکه له غونډ نه جلا شوي

دوي کښې نشته داکثرو دزړه خواله

ورپسې لاړ نشې په بدو ککړ شوي

چې دټولو پرګنو ګټې تل ساتي

ان سرحد ته له لمړي دوي قبول شوي

مسکو ۱ – ۹ –

Door Guest