Smeuddin Afghani

سمیع الدین افغاني

بری دې لمانځوسرلوړوي دې لمانځو

ای ورزش کـاره کاميابي دې لمانځو

ستا لوړ همت ستا متانت ته سلام

ته شوې اتـــل قهرمـــاني دې لمانځو

چې افتخار پرې تاريخونه وکړي

داسي تکل اتـــلولـــي دې لمانځو

لوبه همت لوبه قوت درکوي

و حدت يووالی ورورولي دې لمانځو

وي سليم عقل پـــه سا لم بدن کې

په هرميدان کې سرلوړي دې لمانځو

ستا پـــه بری کې دوطن بری دی

په اتلانو کـــې سيالي دې لمانځو

زه درواری شم تا همت ته سلام

افغاني عزم فولادي دې لمانځو

————————————

سمیع الدین افغاني

Door Guest