Smeuddin Afghani

ستا پـــه هر ه سیمه د افغان بچي

جوړی کار نامې کړې قهرمان بچي

ټینګ یې په دښمن باندې ګوذاروکړ

و مــې لید ډګر کـــې پهلوان بچي

سوله یې شعار ده مخ په وړاندی ځي

دوۍ دې په تصمیم کې با ایمان بچي

ساتـــي خپل وطن لوړ شجاعت لري

دا د تـــورې پریښ او د میدان بچي

باسي کشتۍ خپـــله د ساحل په لور

دا د طـــوفانـــونـــو د دوران بچي

دوۍ په افغاني غیرت نازیږی تل

دا د صـــداقت او پاک وجدان بچي

*********

سمیع الدین افغاني

Door Guest