Smeuddin Afghani

سميع الدين افغاني

لر او بر ماتم دی پدې سيمو کې قرارژاړي

غـم دی فريادونه کوراو کلي په مزار ژاړي

 

هرخواته دغم نارې سورې دي فريادونه دي

دلته په دې خلکو غم لړلي ماښامونه دي

جبردی تیری دی حقارت دی ماتمونه دي

نلري ارام دلته کې غرونه که سيندونه دي

يارژاړي مينه ژاړي زړه د هر دلدار ژاړي

غـم دی فريادونه کوراو کلي په مزارژاړي

 

دلته هــر يوسف جــدا دسيمې د کنعــان دی

پـورتــه تـر کعبې د حبشي بــلال اذان دی

کلي نړيدلي شهید شــوی زوړ اوځــوان دی

ظلم دی تيری دی هرقدم یې ګورستان دی

مورژاړي خــورژاړي ورونوسره پلارژاړي

غـم دی فــريادونه کوراو کلي په مزارژاړي

 

هرلورې دغم ټغرپه دې ملکو خورشوی دی

نشته عدالت دلته تـوپک زورور شـوی دی

ظلم بربادي ده ارام ژوند د لته اورشوی دی

ورانې دي جونګړې په لمبوکلی تورشوی دی

دښتې اوچت غرونه ځنګلونه چمن زارژاړي

غـم دی فريادونه کوراو کلي په مزارژاړي

 

د لته دعزت خلک په هررنګ رټل شوي دي

لارې او ښارونه ټول په وينو لړل شوي دي

کلو او بانډو کې انسانان زورول شوي دي

خلک په ستم د خپلو مينو شړل شوي دي

پلی ژاړي سپور ژاړي موړدی که نادارژاړي

غـم دی فريادونه کوراو کلي په مزارژاړي

 

ناست دی په ماتم نن په هرلوري مسلمان دی

ژوند کوي غربت کې کوچیدلی په جهان دی

څومره زوريدلی په هر ملک کې چې افغان دی

رب نه امان غواړوټول ولس مو سرګردان دی

باغ کې سره ګلونه پسرلی او لاله زار ژاړي

غـم دی فريادونه کوراو کلي په مزارژاړي

 

د لته ستړي ستړي پريشانه شان وختونه دي

ورانې ويجاړ شوي لوې لارې سربندونه دي

نشته ده خوښۍ دلته کې هر خواته غمونه دي

خدايه ته مو مل شې زوريدلي حالتونه دي

دلته په هر بڼ کې هر بلبل سره مليار ژاړي

غـم دی فريادونه کوراو کلي په مزارژاړي

———————————–

سميع الدين افغاني

 

Door Guest