Smeuddin Afghani

ای بندي د زمانې دود او دستور

ته بې وسې ، نا علاجه یې صبور

دهجرا ن او د غربت په دام اسیرې

د وطن تیارو حالاتو کړې مجبور

ای همرازه د طبیعت د ښکلا ګانو

ته سپیڅلې ته الماس د کوې تور

ته پخپله ځانله عزم اراده شه

ترغلام حلقه به ګوش ښه دی باتور

افتخار په هغه پوهه او طبیب شه

چې په ښه نسخه علاج کړي د رنځور

چې په پوهه لار پیدا کړي د رازونو

لوړ همت شي ، افتخار شي د غرور

نن نړۍ لوړ اسما نو ته لارې باسي

موږلا اوس پلارنی ورور ګنو تربور

ستا احاساس کې د وطن مینه ځلیږي

ته ځلانده ، سره لمبه یې د سرور

ستا په ګوتو او قلم کې برکت شته

افغاني مینه، احساس لیکه ضرور

———————————

سمیع الدین افغاني

۱۷ / ۱ / ۲۰۱۴

م ۰ کال

Door Guest