Smeuddin Afghani

ای بندي د زمانې دود اودستور

ته بې وسې ، نا علاجه یې صبور

دهجران او دغربت په دام اسیرې

د وطن تیارو حالاتو کړې مجبور

ای همرازه د طبیعت د ښکلا ګانو

ته سپیڅلې ته الماس د کوې تور

ته پخپله ځانله عزم اراده شه

ترغلام حلقه به ګوش ښه دی باتور

افتخار په هغه پوهه  او طبیب  شه

چې په ښه نسخه علاج کړي د رنځور

چې په پوهه لار پیدا کړي د رازونو

لوړ همت شي ، افتخار شي د  غرور

نن نړۍ لوړاسما نو ته لارې باسي

موږلا اوس سکنی ورور ګنو تربور

ستااحاساس کې د وطن مینه ځلیږي

ته ځلانده ، سره لمبه یې د سرور

ستا په ګوتواو قلم کې برکت شته

افغاني  مینه، احساس لیکه ضرور

———————————

سمیع الدین افغاني

۱۷ / ۱ / ۲۰۱۴

م ۰ کال

Door Guest