same

غمیزه

د تیر وختو د زلمیتوب کلو کې

نوې ځوانۍ د لیونتوب کلو کې

د څنګ ګاونډ کې مو ښکلااوسيده

زما د مینې مشغولا اوسيده

ما به هر وخت ورته پیغام ليږلو

دخپلې مينې خوږ الهام ليږلو

ښایي پرې نه پوهيده مينه څه ده

دیوه ځوان د زړګي هيله څه ده

کله چې زه خپلو ملګرو څنګ کې

کلي تر څنګ جګو نښترو څنګ کې

په لوبو سر وم هلکانو سره

خپلو خوږو انډیوالانو سره

دې به زمونږه ننداره کوله

سترګو کې غلې شان ګيله کوله

ماته ېې سترګو کې پیغام راکوه

د خپل زړګې یې څه الهام راکوه

بیا به نژدې زموږ تر څنګ راغله

کله په مينه يا په جنګ راغله

خو په هر حال کې مهربان ښکاريده

پټه په زړه کې پریشان ښکاریده

وختونه تیر شول شوو جدا د بله

له دی مالت نه شوو پناه د بله

د هغې مینه مې په زړه وه مدام

زما د مینې داستان نه وه تمام

ما به هغه ښکلا په خوب کې لیده

کوم چې مې تل په ځلمیتوب کې لیده

تیرشول وختونه ډیر کلونه د ژوند

شول مو برباد ډیر امیدونه د ژوند

په کور او کلي مو ناتار سر شو

خلګ شول مهاجرپه بیلو لارسرشو

موږ هم په کډه د مالته لاړو

د مجبوریت د بد حالته لاړو

په موږ کلونه او مدې تیرې شوې

د محتاج ژوند سړې تودې تیرې شوې

میشت وو غربت او د پردو وطن کې

په غم کې ناست وو د میرو وطن کې

زموږ وطن په جنګ جګړو خراب شو

په توپ او ټانک په طیارو خراب شو

دود د باروتو مو اسمان سیزلو

په درد او غم یې هر افغان سیزلو

بیا د کلونو او وختو نو وروسته

د ډیر محنت او کړاوونو وروسته

لږ په وطن کې څه چوپتیاغوندې شوه

د یموکراسۍ په نوم غوغا غوندې شوه

هرچا دخپل مالت لیدو په خاطر

د کور او کلو د بانډو په خاطر

وخپل وطن ته د تلو لار غوره کړه

ورسته له ډيره انتظار غوره کړه

ما هم تکل ملک ته د تلو وکړلو

کلو بانډو ته د ورتلو وکړلو

لاړم په خپلو کروندو سر شوم

د خپل د کلي په کوڅو سر شوم

دلته نور هرهر څه بدل ښکاریده

کورګی مو وران لکه شډل ښکاریده

کلي نه سم د جنګ میدان جوړ وه

په کلي ،کور د غم داستان جوړ وه

نه هغه شور نه یې ښکلا ښکاریده

نه هغه مینه مشغولا ښکاریده

څوک وه زخمي څوک شهیدان وه دلته

د کلي جوړ لوي قبرستان وه دلته

ومه حیران چې دلته څه تیر شوي

زموږ په ځوان او په زاړه تیر شوي

چانه تپوس له دې وحشته وکړم

له دې غمیزو بد حالته وکړم

ګورم چې مخې ته ګاونډ راغی

رما په لیدو زما تر څنګ راغي

په ډیر اخلاص غاړه غړۍ شوراته

په ژړا سر سلګۍ سلګۍ شو راته

ما هم په چیغو چیغو ډیر وژړل

په درد او غم د حده تیر وژړل

همدا ګاونډ زموږ تر څنګ اوسیده

اوس وه مجبور لکه ملنګ اوسیده

ټوله هستي او دارایي لوټ وه

د ژوند تمامه خوشالي لوټ وه

دا همغه زما د مینې پلار وه

د لورپه ویرکې یې زهیره پلار وه

زه یې د کلي هدیرې ته بوتلم

د هغې ښکلې مقبرې ته بوتلم

شول را په یاد د ځلمیتوب کلونه

د ځوانې مینې لیونتوب کلونه

په چیغو چیغو په جړا سر شوم

د خپلې مینې په سودا سر شوم

ډیر نا امیده له خپله ژونده شومه

د بد حالاتو د نیرنګه شومه

پدې ماتم مې په سلګو وژړل

په ځوانیمرګو هدیرو وژړل

په ډیر غمجن زړه د مالته ستون شوم

د خدای ناترسو له وحشته ستون شوم

اوس یې هر کال دغم کلیزه لمانځم

په سوګ ماتم یې دا غمیزه لمانځم

—————–

سمیع الدین افغاني

۲۷ / ۲ / ۲۰۱۴

م۰ کال

Door Guest