same

زور واکان
څه سپین سترګي بې حیا دي
تقلب کې دوئ رسوا دي

مالکان شول د قصرونو
بیت المال ته ناست په غلا دي

دا وطن یې په بل خرڅ کړ
فکراو هوش کې د دونیا دي

په ظاهر په نوم د دین دوئ
پټ په زړه کې ناروا دی

اوس هر څوک پدې پوهیږي
چې تعصب نه دوئ پیدا دي

افغانان یې تار او مار کړل
نور بې وزله دوئ دارا دي

ربه ته مو ترینه خلاص کړې
ډیر سپین سترګي بې همتا دي

افغاني زموږ ملکو کې
زور واکان حکم فرما دي
———————–
سمیع الدین افغاني
۲۵ / ۴ / ۲۰۱۴
م ۰ کال

Door Guest