same

يولنډ فرست

زه پـــه قلم د زمــانې برباد وختونه ليکم
رقيبه ستا د ناکـــردوبــد حالتونـــه ليکم

زه دخلقت د رنګينو دراز او نياز سره يم
د حقيقت د لارې مـل ،نه چې مجاز سره يم

چاچې د مال او دشهرت په طرف لار نيولې
په زور زياتي د شرارت په طرف لار نيولې

په زورواکي ځانله هوس ځانله جلال غواړي
دځان خوښي اوسعادت دبــل مــلال غواړي

په خوله يوه وينا کوي په زړه کې بله وايي
په زور واکي او رزالت خبره خپله وايي

د انسانيت اوشرافت اصلي معنی ترې ورکه
د ژوند انجام ، دفرصتونو انتها ترې ورکه

په ذلالـــت انساني ژونـــد د تيريدلـــو ندی
هر پاک ضمير ته دا خصلت هیڅ دمنلو ندی

ځه دانسان د سپيڅلتوب اوحقانيت سره ځه
نور د ژوندون اصلي معنې اوماهيت سره ځه

د ژوند معني د انسانيت اوشرافت خبر ده
دزړه اخلاص د صداقت او دعـــزت خبر ده

دغه ژوندون يو ازمايښت يو امتحان وګڼه
يولنډ فرصت دپـــاکوهيلو د زمــان وګنه
————————————
سميع الدين افغاني
١٣ – ١٠ – ٢٠١٤
م ٠ کال

Door Guest